برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یکاولنګ ولسوالۍ کې د درنې واورې ورښت له امله شاتو کوتل د ترافیکو پرمخ وتړل شو

آریانانیوز: د یکاولنګ ولسوالی عبدالاحد مبارز وویل، د واوري ورښت او توپان د تېرې شپې له نیمايې راهیسي دوام لري چې له امله يې د شاتو کوتل تړل شوی دی.


نوموړي زیاته کړه: ((د واورې ورښت او توپان دومره شدید دی چې قراردادي شرکت نه شي کولی سیمې ته لاړ شي او دا لار پاکه کړي.))
هغه، د سیمې له اوسېدونکو او مسافرو غوښتنه وکړه چې تر بیا ځل خبرتیا له دې لارې تګ راتګ ونه کړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.
د نوموړي په خبره، تېز باد او توفان کار ستونزمن کړی خو د توفان له کمېدو سره سم به د دې لارې پاکولو لپاره لاس په کار شي.
هغه یادونه وکړه چې شاتو کوتل د بامیان ولایت ورس او پنجاب ولسوالۍ د دې ولایت د مرکز له لارې کابل سره نښلوي.
د پنجاب – کابل په لویه لار موټرچلوونکي محمد حسین وویل که چې نن سهار ۱۲ موټر له شاتو کوتل څخه بېرته د پنجاب مرکز ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((کوتل بند و، مسافرو ته د زیان نه اوښتو له امله بېرته پنجاب ته راستون شوم.))
د بامیان والي ویاند عبدالرحمن احمدي تایید کړه چې د شاتو کوتل د ترافیکو پر مخ تړلی دی، خو نورې لارې خلاصې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست ویلي دي چې د مرغومې له ۲۰- ۲۱ په بدخشان، تخار، کونړ، نورستان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، وردګ، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، بلخ، لوګر او سالنګونو کې د واورې ورښت دوام وکړي.
سرچينې یادونه کړې چې په مرتفع سیمو کې له ۱۵- ۲۵ سانتي مترو د واورې ورښت وړاندوینه کېږي.
د هوا پېژندنې ریاست ګواښ کړی چې په ننګرهار، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې له ۱۵- ۲۰ ملي متر ورښت له امله له وخت څخه مخکې د سیلابونو راوتو وړاندوینه کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي