برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ګردېز ښار کې د اهل تشیع پر جامع جومات د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

آریانانیوز: د افغانستان دښمنانو نن له غرمې وروسته د پکتیا مرکز ګردېز ښار پر خواجه حسن جامع جومات د تروریستي برید له امله زموږ یو شمېر هېوادوال د جمعې لمانځه د ادا کولو پر مهال شهیدان او ټپیان کړل.


جمهوررئیس غني د دې جنایتکاره او اسلام ضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ وویل، د تروریستانو له لوري پر ملکي وګړو او جوماتونو بریدونه چې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي ‎، یو ځل بیا يې د دوی پلید ماهیت څرګند کړ.

جمهوررئیس څرګنده کړه د تروریستانو دا ډول جنایتکارانه اعمال زموږ د ولسونو ترمنځ مذهبي تفرقه نشي ایجادولی، ځکه د افغانانو په منځ کې مذهبي وحدت او زغم د اسلاميهېوادونو په کچه بې ساری دی چې دا وحدت او د نظرونو یووالی به تلپاتې وي.

د هېواد جمهوررئیس د دغې درناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته یې د عاجلې رسیدنې په خاطر اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښونې وکړې.

شریک یي کړئ!