برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي

د کندهار د والي وياند داوود احمدي وويل چې چاودنه نن سهار د ښار اړوند د مېوې مارکېټ تر څنګ د مستريانو په سراى کې شوې ده.


هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې درې مستريان وژل شوي او ١٣ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دى وايي چې د چاودنې څرنګوالى تر اوسه نه دى معلوم، د پوليسو ټېم ساحې ته رسېدلى او د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د کندهار د ميرويس روغتون يوې سرچينې هم وويل چې دوى ته ١٣ ټپيان ور وړل شوي چې د شپږو ټپونه ژور دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي