برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په کراچۍ کې افغان تجاري کانټينرونه ودرول شول

طالب چارواکو اعلان کړی، چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په زرونو کانتینرونه درول شوي دي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي لومړی مرستیال وايي، پاکستان د کراچۍ په بندر کې له افغانستان څخه د افغانستان د وارداتي توکو زرګونه کانټینرونه درولي او سوداګرو او د افغانستان اقتصاد ته یې ستر زیانونه اړولي دي.

محمد یونس مهمند زیاته کړه: پاکستان په دې اقدام سره غواړي د افغانستان تجارت له منځه یوسي.

ده څرګنده کړه: د پاکستان دغه اقدام د نړيوال تجارت (WTO)، د سوداګرۍ تړون (APTA) او د جنوبي اسيا د آزاد تجارت د تړون (SAFTA) خلاف کار دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره هیئت لومړی مرستیال ټینګار وکړ: له پاکستان څخه هیله لرو چې د سوداګریزو تړونونو او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ چلند وکړی.

مومند پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان خصوصي سکټور له دې نه زیات زیانونه نشي زغملی او مجبور دی چې د افغانانو د ملي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره په دې برخه کې بدیل لارې غوره کړي.

سرچینې خبر ورکړی، چې د کراچۍ په بندر کې ۴۵۰۰ کانټینرونه بند پاتې دي او په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې به ۱۲ زره نور کانټینرونه دغه بندر ته راورسېږي.

د دغو کسانو په وينا: د کانټينرونو په بندولو کې د پاکستان اقدام دوى ته هره ورځ دوه ميليونه ډالره زيان اړوي.

د اسلام اباد او کابل ترمنځ د امنیتي مسلو او د افغان کډوالو د شړلو پر سر د ترینګلتیا په زیاتیدو سره، د پاکستان حکومت په وروستیو ورځو کې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د افغانستان پر وړاندې له نویو اقتصادي سیاستونو کار اخیستی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي