برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې د جنبش ګوند شاو خوا ۵۰۰ کسانو لاریون

آریانانیوز: په کابل کې د «قیصاري» د راخوشې کېدو او هېواد ته د «جنرال دوستم» د راستنېدو لپاره د سلګونه کسانو لاریون د پولیسو له لوري د یوه ځانمرګي بریدګر په ټپي کېدو ګډوډ شو.


د جنبش ګوند بنسټ اېښودونکی او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم څه باندې یو کال وړاندې له ایشچې سره د نوموړي د قضیې له رامنځته کېدو وروسته ترکیې ته تللی. نوموړي یو ځل هېواد ته د راتلو هڅه وکړه؛ خو الوتکې ته یې د بلخ په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ور نه کړل شوه.

د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم ځانکړی استازی نظام الدین قیصاري چې ملي دفاع وزارت یې په فاریاب کې د نامسووله وسله والو قوماندان بولي ۱۴ ورځې مخکې له خپلو ساتونکو سره یو ځای د کومانډو ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وروسته کابل ته انتقال شو.
په شمال او شمال ختيځو ولایتونو کې یو شمېر کسان له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې د قیصاري د راخوشې کېدو لپاره لاریونونه کوي او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو غوښتنه لري.
نن د کابل په شهر نو سیمه کې د جنبش ګوند شاو خوا ۵۰۰ کسانو لاریون پیل کړ او همدغه غوښتنې یې کولې.
د جنبش ګوند د ځوانانو د مرکزي شورا رییس کنشکا ترکستاني وویل، دوستم هغه څوک و چې اوسني نظام ته یې مشروعیت ورکړ او په نظام کې د نوموړي شتون د دې لامل شو چې هېواد بحران ته لاړ نه شي؛ خو اوس د نوموړي نه شتون د نظام ستنیې سستې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: (( زموږ لاریونونه به زموږ د وروستیو غوښتنو تر منلو پورې دوام ولري، که زموږ غوښتنو ته پاملرنه ونه شي د ارګ دروازې به وتړو.))
یو لاریون کوونکي عصمت صالح اوغلي وویل، په ارګ کې یو شمېر کړۍ او خلک له نورو هېوادونو سره د پټې معاملې له امله نه غواړي چې جنرال دوستم په هېواد کې شتون ولري.
ده وویل: (( موږ له ولسمشر څخه غواړو چې جنرال دوستم له ترکیې څخه هېواد ته راستون کړي او نظام الدین قیصاري هم له قید او شرط پرته راخوشې کړي او نور له ظلم او انحصار څخه لاس واخلي.))
ټاکل شوې وه چې د یادې غونډې په پای کې لاریون کوونکي له شهر نو پارک څخه په کلوله پشته کې د یوناما دفتر ته لاړ شي او پرېکړه لیک یې د یوناما دفتر مخې ته ولولي؛ خو غونډې ته نږدې ډزې وشوې او لاریون کوونکي تیت او پرک شول.
دکابل پولیس وايي،یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د لاریون کوونکو په منځ کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي؛ خو موخې ته تر رسېدو وړاندې د پولیسو له لوري تر پېژندلو وروسته پر ډزو ټپي شو.
همدارنګه په فاریاب کې سلګونه کسانو د څوارلسمې ورځې لپاره لاریونونه وکړل.
دوی یو ځل بیا د جنرال دوستم په راستنېدو، د قیصاري په راخوشې کېدو، د ولسمشر په استعفا او د قیصاري د ساتونکو په شکنجه کې د لاس لرونکو کسانو پر محاکمې ټينګار وکړ او ګواښ یې وکړ چې په دغه ولایت کې به دولتي ادارې وتړي.
د فاریاب یو تن لاریون کوونکي بشیر احمد ګواښ وکړ، تر هغه چې حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي دوی به لاریونونه پراخ کړي.
نوموړي زیاته کړه، سر له سبا(سه شنبې) به په فاریاب کې ټولې دولتي ادارې تړي او هره ستونزه چې رامنځته شوه پړه به یې پر حکومت وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي