برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ملي اردو کې جنسي ځورونې

آریانانیوز: د ملي دفاع وزارت وايي د ملي اردو په لیکو کې يې د جنسي ځورونې د مخنیوي په موخه پالیسي ترتیب کړې ده.


دفاع وزارت وايي، د دې پالیسې له تطبیق سره به د ملي اردو په لیکو کې ښځينه عسکرې د خوندیتوب احساس وکړي.
سره له دې چې وزارت د دې عمل د مخنیوي لپاره ځانګړې پالیسې جوړونې ته اړ شو، خو د دې تر څنګ د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید دعوه کوي چې جنسي ځورونې صفر ده، خو ويې ونه ویل چې دې پالیسې ته نو اړتیا څه ده؟
هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې بېرته ومنله، چې د دې پالیسې له لارې پر ښځينه عسکرو غږ کوي چې تاسې خوندي یاست او په وینا يې له دې سره به د ښځینه‌و د جذب لړۍ هم چټکه شي.
د حکومت یوازې نظامي برخه کې نه؛ بلکې په ګڼو نظامي او ملکي ادارو کې هم د جنسي ځورونې سلګونه شکایتونه شوي دي.
یوه افغان عسکره، له خپل بهرني روزونکي سره د روزنې پر مهال
په همدې اړه تېر کال اجراییه رییس د ښځو نړیواله ورځ کې ومنله، چې په ادارو کې يې ښځې له جنسي ځورونې سره مخ دي.
دفاع وزارت په داسې حال کې له ښځينه عسکرو د نارینه عسکرو د جلو را نیولو پالیسې جوړوي، چې سیګار په دې لیکو کې د بچه بازۍ په اړه هم بشپړ راپور ورکړی و.
دې سرچینې پر امریکا غږ کړی و، چې له افغان عسکرو سره د دوی مرسته کېدونکې پیسې هغوی پر بچه‌بازۍ مصرفوي.
په نظامي لیکو کې د ښځينه‌و کار د افغان عرف مخالف بلل کېږي او په ټول هېواد کې د څو محدودو سیمو کورنۍ دې مجبوریت ته د کلتوري پېغورنو تر څنګ اوږه ورکړې ده.

شریک یي کړئ!