برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۲۵ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۴تنو داعشیانو په ګډون ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کنر، لغمان، نورستان، غزني، ارزګان، زابل، بادغیس، فاریاب،کندز جوزجان بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د کندز ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي ۷ تنه ټپیان او یو موټر لاسته راغلی ، د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالۍ کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، د ننګرهار ولایت د شیرزادو او بتی کوټ په ولسوالیو کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان او د کنړ ولایت د پیچ درې په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي دي .

همدا داز په یادو عملیاتو کې د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د نورستان ولایت د نورګرام په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان ، د جوزجان ولایت د درزآب په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان له منځه وړل شوي او د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او ۶۶خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۷ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۳پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۳ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي