برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیواد کې د کرونا ویروس ۳۴ نورې مثبتې پېښې ثبتول

آریانانیوز: درسنیوپه راپورله مخی د روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح خبریالانو ته وویل چې له نوو تازه پېښو څخه ۵ په کندهار، ۸هرات، ۸ کابل، ۴ نیمروز، ۴ بلخ،۲ وردګ او یوه ـ یوه هم په غور، بادغیس او بغلان ولایتونو کې ثبت شوي دي
په دې سره په افغانسان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد
ښاغلي مجروح زیاته کړه: “په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۱۵۲ مشکوک سمپلونه چیک شوي چې ۳۴ سمپله یې مثبت ثابت شول
روغتیا وزارت وايي چې تر دامهاله د هیواد په کچه د کرونا ویروس ۴۰۹۰ سمپلونه تشخیص شوي چې ۲۹۹۵ منفي و او ۵۵۵ یې مثبت دي او په دغه ویروس د اخته پنځو کسانو وضعیت خطرناک دی
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ نور بېرته روغ شوي دي
نوموړي زیاته کړه چې د یاد ویروس له امله ډېر کسان په هرات او کابل کې مړه شوي دي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د اپریل۱۱ (وري۲۳) پورې ۱۰۲۷۶۴ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي