برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیواد کی د کرونا ویروس مثبتې پېښې (۶۰۰ )ته رسېدل

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت یاند ډاکټر مایارخبریالانوته وویل په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۴۵ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ
هغه همدا رازوویل چې د یادو پېښو څخه ۲۸ یې یوازې کابل،۸ کندهار،۴بلخ ۲بامیان او یوه ـ یوه هم په ننګرهار هلمند او پکتیا ولایتون کې ثبت شوې ده
ښاغلي مایار زیاته کړه چې په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۰ ته ورسېد چې تر تر ټولو زیاتې په هرات، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي
نوموړي وویل چې تر دا مهاله په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ نور له دغه ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي
افغان حکومت په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په هدف جدي تدابیر نیولي دي. د کابل په ګډون لوی ښارونه قسمي قرنطین شوي، دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکزونه هم رخصت شوي د
روغتیا وزارت له خلکو څخه غوښتي چې له کرونا ویروس څخه د خوندي پاتې کېدو په خطر په خپلو کورونو کې پاتي شي او په دې اړه د دوی وقایوي لارښووني عملي کړي
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو
په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن یکشنبې تر سهار اپریل۱۲ (وري۲۴) پورې ۱۰۸۸۶۷ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي .دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

شریک یي کړئ!