برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی سیلابونو سلګونه کورونه ویجاړ کړل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په سمنګان او تخار ولایتونو کې د زورورو او ویجاړونکو سیلابونو له راوتلو څخه خبر ورکړل شوی، چې سلګونو کورونو ته یې زیان اړولی دی
سیمه ییزې سرچینې وايي: یوازې په سمنګان ولایت کې ۲۵۰ کورونه د سیلابونو له امله ویجاړ شوي، چې یو تن پکې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی او ځينې کسان ټپیان هم دي؛ خو کره شمېر یې لا هم څرګند نه دی
دا په داسې حال کې ده چې له طبعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزارت له وړاندې نه په شاوخوا ۲۰ مرکزي او شمالي ولایتونو کې د زورورو سیلابونو له راتلو خبر ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې ښایي سږ کال د زیاتو اورښتونو له امله ولسي خلکو او بزګرانو ته خونړی او زیانمن وي
بل لور ته په سمنګان ولایت کې طبعي پېښو ته د رسېدو ادارې مشر صبغت سیاس وايي: په روی دواب او خرم و سارباغ ولسوالیو کې زیات سیلابونه راوتلي، چې ۲۵۰ کورونه یې ویجاړ کړي او سلګونو نورو ته یې هم په کمه کچه زیانونه اړولي دي
ده وویل: «دا لومړني معلومات دي او ښایي تلفات او زیانونه له دې هم لوړ شي
په ورته وخت کې د سمنګانو ولسي خلک هم په یاد ولایت کې له درنو اورښتونو او سیلابونو خبر ورکوي، چې په وینا یې: عام خلک یې زیانمن کړي
باید وویل شي، چې تر اوسه سمنګانو او تخار ولایتونو ته د مرستو رسېدلو په تړاو کوم چارواکي او مرکزي حکومت څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي