برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر زيات شوی دی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د عامې روغتيا وزارت وئیلی دی په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې د کورونا وائرسو له کبله د دولسو نورو کسانو د وفات کېدو خبر ورکړ
عامې روغتیا وزارت تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ډېرو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۵ تازه مثبتو پېښو خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پرون د خبري غوڼدې پر مهال همدا رنګ وویل، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کښې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۵۸۱ شکمنې پېښو څخه ۲۳۵ پېښې مثبتې ښودل شوې دي. مایار چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبرې کولی وویل، چې تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د کورونا وایرسو ۶۳ تازه پېښې یوازې کابل کې ثبت شوې دي.
له کابله وروسته ۵۴ کندهار، ۱۹ هرات، ۱۴ پنجشیر، ۱۳ تخار، ۱۲ ننګرهار، ۱۲ غور، ۱۲ سمنګان، ۹ بغلان، ۷ وردک، ۵ بادغیس، ۵ بامیان، ۵ لغمان، ۳ سرپل، ۲ کنړ، ۲ پروان، ۱ فراه او ۱ هلمند کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۱۴ کسان بېرته رغېدلي، چې په ټوله کې له یاد ویروس څخه د رغېدلو شمېر ۳۴۵ ته ورسېد.
همداسې په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د کورونا وایرسو له امله ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په ټول هېواد کې د کورونا وایرسو له امله د مړو شمېر هم ۸۵ ته ورسېد.مایار همداراز د عامې روغتیا وزارت لخوا د ورستي تحقیق په اړه چې کابل کې یې د ۵۰۰ ګرځنده کسانو معاینه ترسره کړې، وویل چې له همدې شمېر څخه ۱۵۶ یې په کرونا اخته وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي