برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی دکرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۱۴ ته رسیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې ډلې اتلس یې په کابل، پنځلس په کندهار، شپږ په بلخ، څلور په هرات، څلور په غزني او دوې په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې دي.

پر موټرسایکل ګرځونه بندیز لګول

کورنیو چارو وزارت وایي، د وژنو او جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه یې په کابل ښار کې پر موټرسایکل ګرځونه بندیز لګولی
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل ښار کې ډېرې ترورستي پېښې»، جنایي جرمونه او وژنې د موټرسایکل سپرو له خوا ترسره کېږي، نو ځکه دوی د وري د میاشتې له «۲۷» وروسته چې د چهارشنبې له ورځې سره سمون خوري، پر موټرسایکل ګرځونه بندیز لګولی
د خبرپاڼې په بنسټ، که چا له دې حکم سرغړونه وکړه، موټرسایکل به یې ضبط شي او له چلوونکي سره به قانوني چلند وشي
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د اشرف غني د ځانګړي ساتونکي «قیام مقصودي» له وژل کېدو وروسته په یاده حوزه کې پر موټرسایکل ګرځولو بندیز ولګېد، خو وړمه ورځ په څلورمه امنیتي حوزه کې د اشرف غني د ځانګړي ګارد د فزیکي امنیت کارمند هم د موټرسایکل سپرو له لوري ترور شو، چې په تعقیب یې په ټول کابل ښار کې د موټرسایکل په ګرځونه بندیز اعلان شو.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي