برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ پر فساد تورن

ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته راټول شوي کسان وايي چې د ويزې اخيستلو پر مهال یې د قونسلګرۍ مسوولين د پوليسو په همکارۍ د پیسو ورکولو ته مجبوروي.


دوی زیاتوي، هره ورځ په سلګونو کسان د قونسلګرۍ مخې ته د ويزې اخيستو په موخه ورځي، خو کار د هغه چا خلاصېږي چې کمېشنکارانو ته يې پيسې ورکړې وي.
د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکی ۶۰ کلن سيد يوسف وايي چې ١٧ ورځې کېږي دلته راځي خو ویزده نه ده ورکړل شوې.
هغه وویل: ((اوس پاسپورټ بېخي نادرکه شوی، هره ورځ ورپسې راځم هېڅ درک نه دى معلوم.))
دغه راز د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکی انعام الله چې د پښتورګو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، پژواک ته وويل چې دا يې ۱۳مه ورځ ده، هره ورځ راځي، ويزه ورته نه ورکول کېږي.
هغه زیات کړه: ((دلته رانه ۷۰۰۰ کلدارې غواړي او وايي که پیسې را نه کړې همداسې بې برخلیکه به ګرځې.))
ده زياته کړه، پوليس ترې پيسې غواړي او بيا يې د قونسلګرۍ کسانو ته ورکوي او له هغه وروسته ويزه ورکوي.
ظفر خان په پېښور کې افغان کډوال دی او دلته د کار لپاره راغلی، وايي، ١٤ ورځې کېږي چې مور يې مړه شوې، ويزه نه ورکول کېږي او هره ورځ قونسلګرۍ ته په همدې تمه راځي.
ظفر خان د همدغو ستونزو له امله عصبي توازن هم له لاسه ورکړی او له پژواک سره د خبرو پر مهال يې خپل ګرېوان هم څېرې کړ.
په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ويزو اخیستو لپاره راټول شوي خلک چې سپين ږيري، ځوانان، ښځې، ماشومان او حتی ناروغان هم په کې دي، وايي چې د ويزې اخيستو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او يواځې هغو کسانو ته ويزې ورکول کېږي چې کمېشنکارانو ته پيسې ورکړي.
د اړوندې موضوع په اړه د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزی هم مني چې په جلال اباد کې له قونسلګرۍ څخه د ويزې ترلاسه کولو پر مهال ستونزې موجودې دي.
هغه له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د پاکستان قونسلګرۍ مسوولينو وروسته له هغه پر خلکو قيودات سخت کړل چې دوی يې د پيسو راټولولو اړیکې پرې کړې.
ستانکزي زياته کړه: ((لويه ستونزه دلته د فساد موجوديت دی، پوليسو فساد کاوه او قونسلګرۍ هم؛ موږ پوليس تبديل کړل، د قونسلګرۍ د مسوولينو رابطې مو قطعه کړې، يو شمېر کمېشنکاران مو له ۶۵ پاسپورټونو او يو لک ۲۵۰۰۰ کلدارو سره ونيول چې قونسلر ته يې ورکولې.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوی چې څومره د فساد مخه نيسي، په هماغه اندازه د پاکستان قونسلګرۍ مسوولين خلکو ته شرايط سختوي او دې ته يې مجبوروي چې پيسې ورکړي.
که څه هم د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرى نظر هم واخلي خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
تر دې مخکې په جلال اباد کې د پاکستان قونسلر عارف خان بيټني ويلي وو چې دوی دغه ستونزې تر پخوا راکمې کړې دي او هره ورځ تر پنځلس سوه کسانو ته ويزې ورکوي.
د يادونې ده، په ننګرهار کې د پاکستان د ويزو اخيستو پر مهال د ستونزو شتون څه نوې خبره نه ده، له کلونو راهيسې يې خلک له سرګردانيو سره مخ کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array