برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په بدخشان کی د تونل دنړیدو په پيښه کی د سرو زرو ۳۱ لټونکي وژل کیدا

آریانانیوز: د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د کوهستان ولسوالۍ ښاروال د تونل د نړییدو له امله د ۳۱ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.


رستم راغي وویل: دا پيښه هغه مهال رامینځته شوه چې د سختو واورو وریدو له امله د سیند په غاړه کیندل شوي تونلونه لوانده او وراسته شول او په نتیجه کښې د سرو زرو په تکل کونکو ونړیدل. په دې پيښه کښې ۳۱ زره زر لټونکي مړه او ۷ نور زخمي شوي دي.
په بدخشان کښې زرګونه خلک د مناسب کار روزګار د نشتوالي په وجه په سیند کښې د شږو وینځلو له لارې چې په ځايي ژبه ورته (زر شويي) ویل کیږي، د سرو زرو ذرات پيدا کوي او بیا یې خرڅوي.
د افغانستان طالب ډلې هم په دې پيښې خواشینۍ څرګنده کړې او د تسلیت پيغام یې خپور کړی دی.

شریک یي کړئ!