برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ شهریور , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغان پوهنتونونو کې د جندر جلا کیدل د نجونو په تعلیم منفي اغیزه کوي

آریانانیوز: یونیسکو وايي د جندر جلا کول او په افغان پوهنتونونو کې نجونو ته د نارینه وو په تدریس بندیز د نجونو په تعلیم ژور منفي اغیز لري.


د ملګرو ملتونو تعلیمي ، ساینسي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) ویلي چې د جنډر جلا کول او په افغان پوهنتونونو کې نجونو ته د نارینه وو په تدریس بندیز د نجونو په تعلیم او په لوړو زده کړو کې د ګډون باندې ژور منفي اغیز لري.

یونیسکو په خپل راپور کې زیاته کړې چې د افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم په جدي خطر کې دی ، او دا خطر د داخلي بې ځایه شویو خلکو د ډیریدونکي شمیر او د زده کړې څخه د ماشومانو محرومیت له امله ډیر شوی.

دغه اداره زیاتوي چې دغه وضعیت به په راتلونکو کلونو کې د افغانستان پر دوامداره پراختیا ژور منفي اغیز ولري.

د یاد سازمان په وینا ، د ښځینه ښوونکو نشتوالی ، د ښوونکو معاشونو باندې سخت محدودیتونه ، او د نړیوالو مرستو بندیدل په افغانستان کې د زده کړې دوام لپاره سمدستي او جدي پایلې لرلی شي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د هلکانو او نجونو ګډ تعلیم د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف بللی او ویلي یې دي چې دا پروسه به ژر پای ته ورسیږي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي