برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په افغانستان کی د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته رسېدل

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد د کرونا ویروس ۱۵ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي
د دې ورازت ویاند وحیدالله مایار د شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې وویل، د دې ثبت شویو پېښو ۱۱ یې په هرات ۳ یې په فراه او یوه یې په غزني ولایتونو کې ثبت شوي
د ښاغلي مایار په خبره، په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېده
هغه زیاته کړه: “د مثبتو پېښو د زیاتېدو سره د خوښۍ خبر دا دی چې په تر دا مهاله په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې پنځه یې بېرته خپله روغتیا تر لاسه کړې او خپلو کرونو ته لېږدول شوي
هغه وویل، په دولتي روغتونونو او کلینیکونو کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو څخه وروسته له دې فیس نه اخېستل کېږي او دغه اقدام سر له سبا د تطبیق وړ دی
نوموړي یو ځل بیا په ټینګار سره له تول افغانانو غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي او د عامې روغتیا وزارت لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي