برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په اروپا کې د یوازې او بې ملګری پناه غوښتونکو ماشومانو د وضعیت په اړه د اندیښنې زیاتوالی

آریانانیوز: لکه څنګه چې د افغانستان څخه اروپا ته د رسیدو مهاجرینو شمیر مخ په ډیریدو دی ، د بی ملګرې او بې سرپرسته ماشومانو شمیر چې په 2021 کې یې په اتحادیه کې د پناه غوښتلو هڅه کړې 72٪ زیاتوالی موندلی.


د اروپا اتحادیې یا یوروسټاټ ویلي دي چې له افغانستان څخه اروپا ته د تلونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالي سره، په ۲۰۲۱ کال کې د هغو بې ملګرو ماشومانو په شمیر کې یې چې په اروپايي ټولنه کې د پناه اخیستو هڅه کړې ده 72 سلنه زیاتوالی راغلی او ډیری یې له افغانستان څخه دي.

د یوروسټاټ په وینا، خو په ټولیز ډول د پناه غوښتونکو شمیر چې په اروپايي اتحادیه کې یې پنا ورکړل شوې ده تیر کال 5٪ کمه شوې. دغې ادارې په دې اړه کوم ځانګړی دلیل نه دی ښودلی.

د یوروسټاټ د معلوماتو له مخې، تېر کال تر ۲۳ زره دوه سوه بې سرپرسته ماشومانو د پناه غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمېر له ديارلس زره پنځه سوه څخه ډېر و.

د اروپايي ټولنې د احصایې دفتر زیاتوي، چې ډېری دغه ماشومان له افغانستانه اروپا ته تللي دي.

د رویټرز په وینا، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته زرګونه افغانان له هېواده وتښتېدل.

رویټرز راپور ورکړی چې تیر کال اروپایی اتحادیې له دوه لکه اوه شپیته زره درې سوو څخه زیاتو ته پناه ورکړې چې په عمده توګه د سوریې، افغانستان او وینزویلا څخه دي.

د دغو پناه غوښتونکو اصلي مقصد جرمني، فرانسه او ایټالیا دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د شته اسنادو پر بنسټ، د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو تر 5000 ډیرو بې ملګرې ماشومانو ته پناه ورکړې ده.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي