برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر کرېکټ بورډ د ځینو افغان لوبغاړو لخوا سختې نیوکې

آریانانیوز: دوه ورځې وړاندې د افغانستان پریمیئر لیګ (APL) لومړي پړاو ته د لوبغاړو اخیستلو بولۍ ترسره شوه چې په کې د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ یو شمېر ستر مشهور لوبغاړي هم واخیستل شول.


په دغه لیګ کې چې پنځه امتیاز لرونکي لوبډلې لري، او مالکان یې ټول خارجي کسان دي، هر یو له ځان سره زیات نه زیات ۷ خارجي او لږ تر لږه ۱۰ داخلي لوبغاړي واخیستل، چې نور تر ۲۵۰ زیات لوبغاړي پر ځای پاتې شول.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او مشهور لوبغاړو د کرېکټ بورډ پر وړاندې د خولې خلاصولو خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې هر هغه حقایق چې د کرېکټ بورډ په اړه له دوی سره دي د رسنیو پر وړاندې خپلو مینوالو ته وړاندې کړي.
دغو لوبغاړو زیاته کړې چې د افغانستان کرېکټ بورډ د ډیرو لوبغاړو سره په هیڅ وجه توپيري چلند کوي، دوی په خپلو رسمي فیسبوکپاڼو زیاته کړې چې ولې په افغان پریمیئر لیګ کې نه دي اخیستل شوي؟
ددغه لوبغاړو په سر کې نور علي ځدراڼ دی، چې د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی تکړه اوپنر او په یو ورځنۍ لوبو کې ښه ځلیدلی، نوموړي په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د کرېکټ بورډ له دغه ګنده سیاسته ستړی شوی، او هغه چلند چې له ده سره کیږي ټول به د یوه ویډیویي پیغام له لارې د رسنیو پر وړاندې شریک کړي.
همدا ډول دویم لوبغاړی شاپور ځدراڼ دی، د ملي لوبډلې تر ټولو چټک توپ اچونکی دی، نوموړي پر کرېکټ بورډ سختې نیوکې کړي، او کرېکټ بورډ یې د لوبغاړو سره په سخت توپيري چلند تورن کړی دی، د کرېکټ بورډ کړنې یې ناوړه ګڼلي او دا یې د افغانستان کرېکټ راتلونکې استعداد وژنه بللې.
نوموړی د خپل ځان په اړه وایي، چې هیڅ کوم ډول روغتیایي ستونزه نه لري، د هر نوعه کرېکټ لپاره چمتو دی، له کرېکټ بورډ څخه دده په اړه خپاره شوي خبرونه درواغ دي، نوموړي خبرداری ورکړی چې د خپلو او نورو لوبغاړو حقوقو غوښتلو لپاره به غږ پورته کوي.
درېیم د افغانستان لوبډلې چټک توپ اچونکي روښان بارکزي هم پر کرېکټ بورډ سختې نیوکې کړي، او ویلي یې دي چې کرېکټ بورډ په واسطو او میراثیتوب روان دی، او هغه لوبغاړي وړاندې تللی شي چې بلدتیا ولري، واسطه ولري او یا هم په کرېکټ بورډ کې څوک خپلوان ولري.
که څه هم کرېکټ بورډ په افغانستان پریمیئر لیګ کې هر ډوله لاس لرل رد کړي، دوی وایي چې د لوبغاړو پېرلو پروسې لپاره یوازې د لوبغاړو نوملړ وړاندې کولو مسوولیت لري، د لوبغاړو اخیستل او په ګوته کول د لوبډلو د امتیاز لرونکو صلاحیت دی او هغوی په دغه کار کې په پوره ډول خپلواک دي، ځکه چې یاد لیګ په بشپړ توګه سوداګریزه بڼه لري.
د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي “کریکټ بورډ د لوبغاړو نومونه (پرته له دولت ځدراڼ او وفادار مومند څخه) خرڅلاو ته اچولي ول خو د لوبډلو مسوولینو د دوی اخیستلو ته زړه ښه نکړ”.
له تېرې اوږدې مودې راهیسي کرېکټ بورډ د شاپور ځدراڼ په اړه وایي چې هغه ټپي دی او نشي کولای لوبډلې سره یوځای شي، خو شاپور ځدراڼ یادې خبرې ردوي او وایي چې د هر فارمیټ لوبو ترسره کولو لپاره چمتو دی، له بل اړخه بیا د نور علي ځدراڼ په اړه څه نه وایي.
پر کرېکټ بورډ د لوبغاړو سختې نیوکې څرګندوي چې د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو ترمنځ توپيري چلند کوي، ددوی ترمنځ په واسطه کارونه سر ته رسول کیږي، او هغه لوبغاړي چې استعداد لري خو واسطه یا خپلولي ونه لري له لوبډلې لرې ساتل کیږي.
دا لومړی وار نه دی چې د ملي لوبډلې لوبغاړي دې د کرېکټ بورډ پر وړاندې د رسنیو پرمخ نیوکې کولو ته اړ کیږي، بلکې پخوا هم څو څو واره داسې شوي او موندل شوې چې دغسې ستونزې یوازې او یوازې په کرېکټ بورډ کې د توپيري چلند له کبله رامنځته کیږي.
د کرېکټ یو شمېر پوهان وایي چې د افغانستان کرېکټ بورډ لوبغاړي د میراثیانو له لورې د یوه مصلحت پر اساس له کرېکټه لرې ساتل کیږي، په ملي لوبډله کې د استعداد لرلو سربېره ځای نه ورکول کیږي، له تمریناتي کیمپ څخه ویستل کیږي او په همدې ډول په قصدي ډول په افغان پریمیئر لیګ کې هم موقع نه ده ورکړل شوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي