برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر شریعت غږ راډيو بمبار، د خبریالانو د خوندیتوب دکمېټی اندېښنی

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤلین وايي په غزني کې پر شریعت غږ راډیو بمبار له دوی سره د ځانونو د خوندیتوب اندېښنې پیدا کړې دي.
د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه د غزني ځايي چارواکو وویل چې په زنخان ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري تازه پیل شوې راډيو يې په نښه کړې او شپږ طالب خبریالان يې وژلي دي.
طالبانو پر یاده راډيو بمبار تایید کړی، خو د خپلو خبریالانو د وژلو خبره يې دروغ وبلله.
پر شریعت غږ راډیو د بمبار په غبرګون کې طالبانو د داسې اقدام د بیا ترسره کېدو په صورت کې ګواښ وکړ، چې که يې رسنۍ بیا په نښه شي د دوی غبرګون به ډېر سخت وي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپره کړې پاڼه کې پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د ساتنې لپاره دې بیدار اوسي.
د سرچينې په وینا حکومت باید د اوولس کاله لاسته راوړنې «د بیان ازادي» دفاع وکړي.
طالبانو د غويي میاشتې په ۱۹مه غزني کې شریعت غږ راډيو پیل کړه، چې د دې ولایت په ګډون يې ګاونډيو ولایتونو کې هم نشرات رڼه اورېدل کېدل.
دغه راډيو چې د اف اما په ۹۹،۲۰ څپو يې خپرونې کولې طالبانو ویلي ډېر ژر به خپل نشرات بیا پیل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي