برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پرجوزجان ولایت باندی دامریکایي او دولتي ځواکونوګډ هوایی برید

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د جوزجان ولایت په خمآب ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو پرکورونو درنه بمباري کړې، چې له امله یې ولسي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي
د پېښې له ځایه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې امریکایي او دولتي ځواکونو د خمآب ولسوالۍ په «بوساغه» سیمه کې د ملکي خلګو پر کورنو بمبار کړی، چې له امله یې لسګونه کورونه ړنګ شوي او عامو خلګو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي
بل لور ته د جوزجان ولایت چارواکي بیا ادعا کوي، چې د خمآب ولسوالۍ یې له طالبانو نیولې او د جګړې په مهال یې هغوی ته درانه زیانونه اړولي
د جوزجان د والي ویاند «معروف اذر» وايي، تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې خمآب ولسوالي له طالبانو ونیوله او د طالبانو د یوه ځايي قوماندان په ګډون یې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د ګډو ځواکونو له لوري پر ملکي وګړو د بمبار خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې له طالبانو سره د شوې هوکړې په بنسټ، بهرني ځواکونه له ځینو خاصو ځایونو پرته د بمبار اجازه نه لري
طالبانو د بهرنیانو دې ډول بریدونو ته په غبرګون کې په بیا، بیا امریکا له توافقنامې په سرغړونه تورنه کړې او تېره ورځ یې په دوحه کې د امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او ورسره پلاوي سره په همدې تړاو «جدي» خبرې کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي