برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

پاکستان دډاکټر عبدالله په غوښتنه د چمن-بولدک لاره پرانستې

آریانانیوز: درسنیوراپورونوپه اساس د ګډ حکومت پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله چې ځان اوس د همه شموله حکومت ولسمشر بولي، له پاکستان مننه کړې، چې دده په غوښتنه یې د چمن-بولدک لاره پرانسته.
له سپېدار ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې عبدالله عبدالله له پاکستان مننه کړې، چې دده په غوښتنه یې د چمن-سپین بولدک لاره د افغان سوداګرو او سوداګریزو توکو په مخ پرانستې.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان سوداګرو له ده سره د لیدنې په مهال د لارې د بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او څرګنده کړې یې وه، چې د لارې د تړل کېدلو له امله افغانستان هره ورځ تر دوه میلیونه ډالر زیان ویني.د عبدالله په خبره، ده دا موضوع د پاکستان له سفیر سره شریکه کړې وه او هغه ورته ډاډ ورکړی، چې پیغام به یې تر لومړي وزیر «عمران خان» پورې رسوي، چې بالاخره د نوموړي له لوري نن د چهارشنبې په ماځیګر مثبت ځواب راغلی او لاره پرانستل شوه.
یاده دې وي، چې د چمن-سپین بولدک لاره له تېرو دوو اوونیو راپدېخوا تړل شوې وه، چې له امله یې سلګونه مسافر بند پاتې وو او لا هم څرګنده نه ده، چې دا لاره د عامو مسافرو په مخ هم پرانستل شوې که نه؟

شریک یي کړئ!