برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يو کال کې د شرابو څښاک ۳ ميليونه کسان ووژل

آریانانیوز: د روغتيا نړيوال سازمان په يو تازه راپور کې ويلي دی چې په نړۍ کې د شرابو د څښاک له امله ۳ ميليونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د روغتيا نړيوال سازمان د تازه څېړنې په راپور کې ويل شوي دي چې په شرابو روږدي کسانو له جملې څخه يې په هرو شلو کې يو تن مړ کيږي.
په راپور کې ويل شوي دي چې يوازې په ۲۰۱۶ کال کې ۳ ميليونه کسان د شرابو څښلو له امله مړه شوي دي، چې پکې ۲۸ سلنه مړينې د فزيکي او ترافيکي پيښو، ۲۱ سلنه د هاضمې د ستونزو او ۱۹ سلنه يې د زړه د ناروغيو او نورو مکروبونو له امله رامنځته کیږي او نور يې د سرطان، اعصابي ناروغيو او د زړه د حملو له امله له منځه ځي.
د راپور د معلوماتو له مخې په نړۍ کې اوسمهال ۲،۳ ميليارده خلک شراب څښي چې زیات يې د امريکا، اروپا او ارام سمندر د حوزې په لويديځ کې اوسيږي، همدغه راز د نړۍ ۲۳۷ ميليونه نارينه او ۴۶ ميليونه ښځې د شرابو له امله له ګڼو ستونزو او ذهني کشمش سره لاس او ګريوان دي.
تر دې وړاندې روسيه، مالديپ او بيلاروس هغه هيوادونه وو چې په تيره لسيزه کې په کې تر ټولو زيات شراب څښل کېدل.
د يادونې وړ ده چې شراب په اسلامي شريعت کې حرام ګرځول شوي دي خو په اوس وخت کې يې د افغانستان په ګډون په ډېرو اسلامي هيوادنو کې مسلمانان هم څښي او ددغو اسلامي هيوادونو په بازارانو کې په اسانه توګه ترلاسه کيدلای شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي