برخه -څانګه : accidents, afghanistan, fun, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کندهار کې د شراب جوړولو فابریکه

آریانانیوز: د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وویل چې د کندهار په ۱۲مه امنیتي حوزه کې د شراب جوړولو له یادې فابریکې ۱۵۰ بوتله شراب ترلاسه شوي او په تړاو يې يو تن هم نېول شوی چې اوس ترې تحقیق کیږي.


عزيزي وویل، د شراب جوړولو ياده فابريکه د کشفي معلوماتو پر بنسټ له‌منځه وړل شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا په کندهار کې د شرابو فابریکه له منځه وړل کیږي.
افغان دولت ویلي، له نشه‌یي توکو سره مبارزه د دوی له لومړيتوبونو څخه ده.

شریک یي کړئ!