برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

وروستيو سېلابونو په ٦ ولسواليو کې دوه تنه مړه کړي دي.

آریانانیوز: د بدخشان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس سيد عبدالله دهقان وويل، دغو سېلابونو مالي زيانونه هم اړولي دي.


هغه همدا رازوویل..د کشم ولسوالۍ په سطحه شااوخوا ١٣٠ کورونه تخريب شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، کانالونه، پلچکونه او سړکونه خراب شوي، کشم ولسوالۍ ته د تګاب لار بنده شوې، په نسى ولسوالۍ کې ٢ شهيدان لرو او په درايم ولسوالۍ کې ٥٠ کورونه تخريب شوي دي.
په کندوز ولايت کې هم د سېلابونو له کبله خلکو ته د اوښتو زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
په کندوز کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس محمد کريم کريمي ويلي چې سېلاب ځپلو سيمو ته د سروې ډلې لېږل شوې دي.
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزير په حواله، سېلابونو د پسرلي له پیله ۴۵ کسان مړه کړي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي