برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ورسید داور لګېدو له امله خلکو ته ميليونونه ډالره زيان

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کې تېره شپه اور لګېدلی و، چې له امله يې دوکاندرانو ته اويا لکه ډالره زيانونه اوښتي دي
د رپوټونو له مخې دغه اور تېره شپه د بيټريو، پرزو، رنګونو، مبلينو او ورته نورو توکو په دوکانونو کې لګېدلی و
ځايي خلک وايي، اور د ګاز ډبې له امله د بيټريو په يوه دوکان کې لګېدلی او وروسته د مارکيټ نورو دوکانونو او ګودامونو ته هم وغځېده
د خلکو په وينا اطفائیې او د سيمې خلکو په ګډه اور وژلی، خو د اور د شدت له امله دوکاندارانو او سوداګرو ته اويا لکه ډالره زيان اوښتی دی
د کندهار سربېره د هېواد په ګڼو سيمو کې د ژمي موسم کې د ګاز ډبو د چاودنو له امله هر کال ګڼې پېښې رامنځته کيږي او خلکو ته په کې مالي او ځاني زيانونه اوړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي