برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نی: افغانستان کې ۵۰ سلنه ټلویزیونونو خپل فعالیت درولي

آریانانیوز: د نومبر ۲۱مه د ټلویزیون له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو دا ورځ په داسې حال کې راځي چې په افغانستان کې ډېری تصویري رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) د دې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې په تېر یوه کال او څو میاشتو کې په هېواد کې ۵۰ سلنه ټلویزیونونو د اقتصادي ستونزو له کبله له نشراتو لوېدلي.

سرچينه زياتوي، چې په دې موده کې په افغانستان کې ۴۸ سلنه راډيوګانو او ټولو چاپي رسنيو فعاليت پرېښي دي.

د رسنیو د مالي ملاتړ بندېدل او د سوداګریزو اعلانونو کموالی په هېواد کې د رسنیو د اقتصادي ستونزو له عمده لاملونو څخه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي