برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

نیمروز ته عامې روغتیا وزیر سفر

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی عامې ورغتیا وزارت وايي، تر هغه وروسته چې ایران هېواد کې کرونا ویروس په پراخه پیمانه خپور شو، او دغه لړ کې ایران هره ورځ په زرهاوو افغانان چې یو شمېر یې پر نشه یي توکو روږدي هم دي ردې مرز کوي، چې دا په خپله د عامې روغتیا وزارت ته د اندېښنې وړ خبره ده
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نیمروز ولایت ته تللی، چې دغه ستونزره له نږدې وڅاري
تر دې مهال درست افغانستان کې د کرونا ویروس یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو د نورو پېښو اندېښنه هم لیدل کېږي
عامې روغتیا وزارت وايي، چې تر دې مهال ۴۱ د کرونا شکمنې پېښې افغانستان کې ثبت شوي، چې څلوېښت یې منفي او یوازې یوه هغه یې مثبته ښودل شوې ده
افغانستان کې پر کرونا ویروس اخته یوازینی ناروغ له ایران هېواد څخه هرات ولایت ته راستون شوی وو چې په کرونا ویروس اخته شوی دی
کرونا ویروس چې لومړی ځل چین هېواد کې خپور شو، او د یو شمېر ډېرو کسانو ژوند یې واخیست، اوس د نړۍ په دېرش هېوادونو کې خپور شوی، چې تر چین وروسته ایران هېواد کې یې د خلکو ډېر ژوند اخیستی دی.

شریک یي کړئ!