برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

نورکپ: تېر کال ۵۱ سلنه افغان کورنۍ دوه ځله اقتصادي ټکانونه تجربه کړل

فقر

د نورکپ څېړنیزې موسسې په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ۷۶ سلنه کورنۍ پوروړې دي.


د نورکپ راپور ښيي چې د روان کال په اوږدو کې په افغانستان کې د کورنیو پورونه یو څه کم شوي، خو ډېری افغان کورنۍ لا هم پورونه لري.

نورکوپ، چې د ناروې د کډوالو د شورا یوه برخه ده، ویلي چې د تېر کال په پرتله ۷۶ سلنه کورنۍ پوروړې دي، که څه هم د پور منځنۍ اندازه په ۲۰۲۲ کال کې له ۵۹۰۰۰ افغانیو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۴۷۰۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ٥١ سلنه کورنۍ دوه ځلې اقتصادي ټکانونه تجربه کړي، چې ٦٠ سلنه يې په کليو کې او ٢٥ سلنه يې په ښاري کورنيو کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي