برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

نامعلوموکسانو يو جومات سوځولی

آریانانیوز: د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو جومات سوځولی دی
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب ستانکزی وايي چې نامعلومو کسانو تيره شپه په بره کي برک ولسوالۍ کې يو جومات سوځولی چې له امله يې ډېرې برخې نړيدلي دي
هغه وايي چې په جومات کې د قرآن کريم ګڼې نسخې هم سوځيدلي دي
تر اوسه د لوګر امنيتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي
د يادونې وړ ده چې ډېر وخت په افغانستان کې ښوونځي د نامعلومو کسانو له لوري سوځول کيږي خو جوماتونه بيا په شپنيزو چاپو او هوايي بريدونو کې د ګډو ځواکونو له لوري په نښه کيږي خو ځينې وخت نامعلوم کسان هم په جوماتونو بريدونه کوي چې دولتي چارواکي يې د عاملينو په پيداکولو کې پاتې راغلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي