برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

میوند کې یو پولیس خپل پنځه ملګري وژلي

آریانانیوز: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو پولیس خپل پنځه ملګري وژلي، یو يې ټپي کړی او په تېښته بریالی شوی.


پېښه د دې ولسوالۍ په میراخور سیمه کې شوې او لومړني راپورونه وايي چې بریدګر لومړی خپل ملګري نشه کړي او بیا يې وژلي دي.
تر اوسه د بریدګر پولیس په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا ډول پېښې ډېری وخت طالب نفوذي بریدګر کوي، چې د کورنیو عسکرو په ګډون بهرنیانو ته هم سرخوږی جوړ شوي.
دا په داسې حال کې دی چې نن په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې روانې دي او د طالب ویاند قاري یوسف احمدي په وینا پنځو ولسوالیو کې يې اصلاً څرک نه ښکاري.
وړاندې تر دې د ټاکنو کمیسیون هم ویلي و، چې معروف او نېش کې اصلاً ټاکنې نه ترسره کېږي او سپين بولدک کې به هم یو ازې څو محدود مرکزونه خلاص وي.
دا برید شاوخوا یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي، چې د کندهار ولایت مقام کې د ننه نفوذي برید ګڼو لوړپوړ بهرنیو او کورنیو چارواکو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array