برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملحدان عقلانيان نه دي

آریانانیوز: ډېری ملحدين هغه مهال خطا کيږي، چې خپل الحاد د ډېر عقلاني فکر پایله بولي، دوی وايي، چې د الله پر وجود ايمان نه لري او يوازې په علم او ساينس باور لري او زياتوي، چې د خبرو او مدعا لپاره د عقيدې او غیبياتو پر ځای منطق او دليل مني.


د ملحدانو دغه نظر او فکر د برتانيې د کنت پوهنتون د ديني څېړنو يوه محقق لويس لي نيوزويک مجلې ته په خپلې مقالې کې رد کړی دی او وايي: «پر علم او دلايلو ستا باور په دې معنا نه شي کېدای، چې ستا عقل به هم د ساينس او دلايلو په څېر کار کوي.»
ليکوال زياتوي، کله چې ته له ملحد څخه د هغه د الحاد د لامل پوښتنه وکړې، دوی ډېری وخت دا وايي، چې «دين بې معنا شی دی». د ليکوال په باور ستونزه دا ده، چې ساينس هره ورځ په زياتېدو دی، په داسې حال کې، چې ملحدين هېڅکله له مسلمانانو زيات عقلانيان نه دي. دوی هم د نورو په څېر د ټولنيز تفکير او اشکالو لپاره له غیر عقلاني لارو چارو کار اخلي.
د ساري په توګه متدين او غیر متدين خلک دواړه په خپل ژوند کې د «کرازماتيک» اغېزناک شخص ړوند تقليد کوي، همدارنګه بشري عقلونه تر ډېره د حقيقت پر ځای د «ګټو» پلوي کوي. دا خبره د روان شناسۍ متخصص جوناتان هديت کړې ده.
حتا د الحادي نظريې اوعقيدې چارې تر ډېره له عقلي بحث سره اړيکه نه لري؛ څنګه چې ملحدين فکر کوي. د مثال په ډول موږ ګورو، چې ډېری ماشومان د خپلو ديندارو پلرونو په څېر نه وي، دوی د خپلو پلرونو له عقيدو لرې وې، خو لامل يې هېڅکله عقلاني او فکري نه وي.
د دغې څېړنې په اخره کې راغلي، چې ماشومان خپل کارونه او عقيدې د پلرونو له افکارو نه، بلکې د هغوی له افعالو او کړنو زده کوي. د ساري په ډول که يو پلار خپل زوی ته ووايي، چې دی مسيحي دی، خو زوی يې په پلار کې د مسيحيت نښې نه ويني او پلار يې کلیسا ته نه ځي، نو زوی به يې هېڅکله د پلار دغه ظاهري خبرې ونه مني؛ ځکه چې پلار يې خپل دين ته اهميت نه ورکوي.
ځينې پلاران په دې باور دي، چې زامن يې بايد د دوی د عقېدې پلويان وي، مګر دا فکر بې پرې نه دی.
د علم په مقابل کې دين:
ايا ملحدان د علم ترلاسه کولو لپاره له علم متدينو ډېر اهل دی؟ نه هېڅکله نه. هلته ځينې فکري نظامونه شته، چې ښکاره د علم دښمني کوي، پر بشري ژوند واکمن دي. بل پلو هلته ځينې نورې ټولنې دي، چې د علم احترام کوي او د ژوند په ډېرو برخو کې يې عملي کوي، خو دغه تقسيم له دين او الحاد سره اړيکه نه لري.
د مسيحيانو پروستانت په دې باور دي، چې عقلانيت او علمي تفکير د دوی په ديني ژوند کې مهم مرکزونه دي او د پوسټ ماډرنيزم پلويان ملحدين وايي: د بشري معرفت حدود محدود او تنګ دي او په ځانګړې وجودي قضيې او اخلاقيات. دوی په دې اړه تر ډېره د بودلير په څېر د مفکرينو اتباع کوي، چې وايي: «حقيقي معرفت يوازې په فني تعبیر کېدای شي.»
د ساري په ډول بيالوژي د ملحدانو لپاره ښه مثال دی، چې دا د پلټونکي فکر لپاره د بحث او څېړنې موضوع ده او د محققينو لپاره د زړه د خوښۍ لامل ګرځي. دا کار علمي موضوع ده، مخاطب يې نفس او زړه دی.
د روان شناسۍ علما وایيي، چې پر علم باور هغه مهال زياتيږي، چې انسان له نفسي فشارونو سره مخ وي، همدارنګه دين د مؤمنانو لپاره په همداسې حالت کې مهم وي.
په عامه توګه د عقلانيت برخه له اندازې لویه بلل شوې؛ ځکه چې بشري اختراعات تر ډېر د عقلاني تفکير پر ځای په اخلاقو ولاړ وي، تر دې، چې کله دوی يوې پایلې ته د عقل له لارې ونه رسيږي، خو بيا هم په دې عقيده وي، چې دوی دا خبره مني او حقیقت يې بولي.
همدارنګه د پرېکړو په اړه واک تر ډېره په عواطفو او حدس ولاړ دی، په عقل نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي