برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له کندهاره تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر شي

آریانانیوز: د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، له دغه ولایت څخه د انګورو په صادراتو کې ډېروالی راغلی او تمه ده چې سږ کال به تر ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر شي.


د انګورو د حاصلاتو او صادراتو د ډېروالي خبره داسې مهال کېږي چې دغه ولایت سختې وچکالۍ ځپلی او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
چارواکي وايي، د انګورو د صادراتو د ډېروالي لامل د انګورو معیاري بسته بندي او په یخچالي موټرو کې په سالمه توګه د هغو لېږد دی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصرالله زهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د کندهار د انګورو باغونه له ناروغیو او طبیعي آفتونو سره نه دي مخ شوي چې له امله یې د نورو کلونو په پرتله حاصلات ښه او ډېر دي.
هغه زیاته کړه، له همدې امله بهر ته د انګورو په صادراتو کې هم ډېروالی راغلی دی.
زهير وايي، د انګورو د صادراتو د ډېروالي بل لامل دا دی چې د لرګیو د کرېټونو پر ځای په پلاستیکي جالونو/ ټوکریو کې د یخچالي موټرو په وسیله لېږدول کېږي.
د ده په خبره، همدا چاره د دې لامل شوې چې د کندهار انګور د لاهور، اسلام اباد او ډيلي تر مارکېټونو په سالمه توګه ورسول شي او هلته په ښه بیه وپلورل شي.
نوموړی زیاتوي، تر دې مهاله له کندهار څخه د ۱۲زره ټنه په شاوخوا کې انګور صادر شوي او تمه ده چې د حاصلاتو تر پایه له ۲۰زره ټنه ډېر انګور بهر ته صادر شي.
زهير وويل چې تېر کال د انګورو ټول حاصلات ۵۰زره ټنه وو چې د نږدې پنځه ميليونه ډالرو په ارزښت ۲۰زره ټنه يې بهر ته صادر شوي وو.
د کندهار په ختیځه څنډه شوراندام سیمه کې یو سوړ ساتنځای هره ورځ له ۲ تر ۴ سوه ټنه انګور د پاکستان او هند مارکېټونو ته صادروي.
د دې سړې خونې مسوولین وايي، انګور په پلاستیکي جالونو کې ځای پر ځای کوي او بیا يې همدلته یخ ساتي او وروسته یې په یخچالي موټرو کې بهر ته صادروي چې د پخوا په پرتله یې مارکېټ ښه او ګټه ډېره ده.
سیداحمد اغا د همدې سړې خونې مسوول دی، نوموړی وايي، اوس خلک د انګورو صادرات د پخوانۍ دودیزې بڼې پر ځای به نوې بڼه کوي.
هغه همداراز وویل: ((پخوا به انګور د لرګیو له تختو څخه په جوړو شوو کرېټونو کې صادرېدل چې یو کرېټ په ۱۲۰ افغانۍ تمامېده خو اوس په پلاستیکي جالونو کې صادرېږي چې په ۶۰ افغانۍ تمامېږي او دغه جالونه همدلته تولېدېږي.))
دی وايي، بل پرمختګ دا شوی چې همدا انګور لومړی په سړه خونه کې یخ ساتل کېږي او بیا د یخچالي موټرو په وسیله د پاکستان او هندوستان تر مارکېټونو رسول کېږي چې هلته ښه بیه لري.
د ده په خبره، همدا چاره د دې لامل شوې چې د انګورو د صادرېدو کاروبار معیاري او پیاوړی شي ځکه پخوا به ډېر انګور د صادرېدو پر مهال خرابېدل او په سمه توګه تر مارکېټونو نه رسېدل چې له همدې امله سوداګر اړ وو په ارزانه بیه یې وپلوري.
دی زیاتوي، اوس یو ۱۵ کیلويي جال انګور د پاکستان په مارکېټونو کې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کلدارو پورې پلورل کېږي چې سوداګرو ته په کې ډېره ګټه پاتېږي.
د نوموړي په وینا، همدا په اصل کې د باغ لرونکي ګټه ده، ځکه که سوداګر په ښه بیه انګور وپلوري نو د باغ لرونکو پیسې پر وخت ورکولای شي.
د کندهار باغ لرونکي هم خوشحاله دي چې سږ کال له وچکالۍ سربېره د انګورو حاصلات ښه دي.
د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمې یوه باغ لرونکي صالح محمد پژواک ته وویل، که څه هم روانې وچکالۍ د کندهار کرنه ځپلې ده خو د انګورو باغونه له ناروغیو او افتونو سره نه دي مخ شوي او تر پخوا یې حاصلات ښه دي.
دی وايي، له یوې خوا سږ کال د انګورو کیفیت ښه دی او له بلې خوا په معیاري بسته بندۍ په یخچالي موټرونو کې بهر ته صادرېږي چې ښه بازار یې موندلی دی.
خو دی غوښتنه کوي چې دولت دې د کرنې او باغدارۍ د لا ودې په موخه د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره واړه او لوی بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو کښته شوې کچه بیرته لوړه شي.
بلخوا د لندې مېوې سوداګر وايي چې سږ کال تر دې مهاله د انګورو او نورو مېوو د صادراتو په برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
د کندهار د لندې مېوې د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک اژانس ته وویل، د مېوې د حاصلاتو او صادراتو تر پیل وړاندې سوداګرو د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا د کندهار ولایت له ادارې او پاکستان قونسلګرۍ له چارواکو سره ولیدل او تر ډېره د ستونزو پر حال کار وشو.
ده زیاته کړه، له کندهاره هره ورځ لسګونه موټر انګور او نورې مېوې د پاکستان او هندوستان مارکېټونو ته وړل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي