برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له مېشتو افغان کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته

آریانانیوز: درسینوپه راپورد جاپان حکومت د کورونا د مخنیوي په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دعالي کمشنرۍ له لارې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي. دغه مرستې به له کورونا سره د مبارزې په لاره کې په تخنیکي برخه ولګول شي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمشنري به د همدې مرستې له لارې د کورونا د مخنیوي په موخه طبي توکي وپېري
په اسلام اباد کې د جاپان سفیر د تازه مرستې د اعلان په مهال وویل، چې کرونا اوس په یوه نړیوال تهدید بدله شوې، نو ځکه په دې حالت کې له نړیوالې ټولنې سره ښایي، جدي غبرګون ورته وښيي
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم جاپان پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د سرې میاشتې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او د مهاجرو د پروګرام له لارې مرستې میلیونه ډالرو ته رسېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي