برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له جرمني شړل شوی افغان بېرته جرمني ته ولاړ

آریانانیوز: یو افغان مهاجر چې د ٢٠١٨ کال په جولاۍ کې په غیر قانوني توگه له جرمني نه شړل شوی و، بیرته له افغانستان نه جرمني ته لاړ.


د جرمني فدرالي پولیسو ویلي دي چې دغه افغان ځوان د یکشنبې په ورځ (اگست ١٢) بیرته د برلین ښار ته رسیدلی دی.
٢٠ کلن نجیب الله د ٦٩ افغان مهاجرو له ډلې څخه و چې د جولاۍ په میاشت کې په یوې کرایه شوې الوتکې کې د جرمني له مونشن ښار نه اخراج او کابل ته واستول شول.
ددغه افغان پناه غوښتنه د ٢٠١٧ کال په اپریل کې رد شوه خو هغه د جرمني د گرایفسوالد ښار د استیناف محکمې تصمیم ته انتظار و. د استیناف د محکمې له لورې د هغه په هکله د وروستني تصمیم دمخه نجیب الله په غیر قانوني توگه کابل ته انتقال کړای شو.
د جرمني د پناه غوښتونکو او مهاجرینو فدرالي ادارې منلې ده چې دغه افغان په تېروتنې سره شړل شوی دی.
نجیب الله نومی افغان جرمني ته له رسیدو وروسته ویلي دي چې په بېرته راتگ خوښ دی او هیله یې څرگنده کړې چې دا ځل پدې هیواد کې پاته شي.
افغان مقاماتو ویلي دي چې په تیرو دوو کلونو کې په مجموعي توگه ۱۴۸ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمني کې یې پناه غوښتنه رد شوی وه بیرته افغانستان ته انتقال شوي دي.
د جرمني سربیره د ترکیې حکومت او یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو او حتی د امریکا متحده ایالاتو هم یو شمیر افغان پناه غوښتونکي له خپلو هیوادونو څخه شړلي دي.

شریک یي کړئ!