برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له افغانستان سره دنړیوالی بانک سل میلیونه ډالر مرستی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کورونا سره د مبارزې او ددې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي د لارو چارو د اغېزمنتیا په موخه نړیوال بانک د ګڼو نورو هیوادونو تر څنګ له افغانستان سره هم ۱۰۰.۴ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه
له نړیوال بانک څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرسته د هغو بېړنیو مرستو له ډلې ده، چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د تیاریو د نیولو او د کورونا په وړاندې د اغېزناکې مبارزې د سرته رسولو په موخه له افغانستان سره کېږي
له شوې مرستې به ټولو ولایتونو ته ځانګړې برخه رسېږي او د عملي کولو پروګرام به یې د عامې روغتیا د وزارت په غاړه وي
د نړیوال بانک له لوري د شویو مرستو له ډلې یې تر ټولو زیاته برخه «۱ بیلیون ډالر» هند ته رسېدلي او په جنوبي اسیا کې بیا پاکستان ته ۲۰۰ میلیونه ډالر او سریلانکا ته ۱۲۸ میلیونه ډالر رسېدلي
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، نړیوال بانک هڅه کوي، په راتلونکو پنځلس میاشتو کې له کورونا سره د مبارزې په موخه د ۱۲۶ بیلیونه ډالرو بسته ځانګړې کړي
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره پنځلس میلیونه ډالر مرسته کړې وه
کورونا چې د نړۍ د ګڼو نورو هیوادونو په څېر افغانستان ته هم را رسېدلې، تر دې دمه یې ۲۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او شپږ تنو ددې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی.

شریک یي کړئ!