برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له افغانستان د ښوونې سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته

آریانانیوز: د ګلوبل پارټنرشیپ (G. P. E) په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.


یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې له جنګ ځپلو هېوادونو سره د مرستې په لړ کې د افغانستان، میانمار او جنوبي سودان لپاره څه باندې ۲۰۹ میلیونه ډالر منظور کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د د ګلوبل پارټنرشیب سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له جنګ ځپلو هېوادونو سره ۴۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، په خاصه توګه د نجونو لپاره د متوازنې او مساوي ښوونې او روزنې زمینه برابرولو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کېږي.
د ګلوبل پارټنرشیپ په وینا، له دغو پیسو څخه په ګټه به د افغاستان په هغو سیمو کې یې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شي چې د رامنځته شوي پرمختګ څخه شاته پاتې شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي