برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو هم د سولې غوښتنې په موخه په فراه کی خیمه درولې ده

یاد قومي مشران او ځوانان چې نن (د وري ۱۷مه) یې پرلت کړی، ګواښ کوي چې که طالبان او حکومت د ولس غوښتنې ونه مني، دوی به خپل پرلت ته دوام ورکړي. دوى وايي چې په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او قرباني هم دواړو لورو ته یوازې افغانان ورکوي.



یوه قومي مشر او د دغه پرلت ګډونوال حاجي محى الدين هېوادمل پژواک ته وویل چې پولیس او طالب دواړه یو وجود دي، دوی پر دواړو خواوو غږ کوي چې نور جګړه بس کړي او سوله وکړي.
د یادې خېمې یو بل ګډونوال او مدني فعال محمد داوود وايي: ((طالبان دي خپلې غوښتنې له قانوني لارو چارو د حکومت له مسوولینو سره شریکې کړي او په سوله ييز ډول دې خپل د حق غوښتنه وکړي.))
هغه دغه راز زیات کړه چې امريکايان دې هم د جنګ پر ځاى د سولې خبرو ته پام ډېر کړي او دغه لړۍ دې چټکه کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې په کابل، هلمند او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سولې غوښتنې په موخه خېمې درول شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي