برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فاریاب: دشیرین تګاب ولسوال ووژل شو

آریانانیوز: په فاریاب کې د شیرین تګاب ولسوالۍ ولسوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.


خواجه سراج الدین نن د دولت اباد – اندخوی په لویه لاره د طالب سرتېرو له لوري وژل شوی دی.
پژواک د ځایي امنیتي سرچینې په حواله وايي چې له نومړي سره د هغه یو زوی، خوریی او موټر چلونکی هم وژل شوی دی.
سرچینې د یو قومي مخور له خولې هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د هغه د جسد د انتقال لپاره کليوال ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
فاریاب هغه ولایت دی، چې دوه ورځې وړاندې يې په غورماچ ولسوالۍ کې هم لسګونه عسکرو وسلې پر ځمکه کېښودې او طالبانو ته تسلیم شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي