برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غزنی، د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

د غزني په اندړو او قره باغ ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته بېځايه شوې چې مرستو ته اړتيا لري.



له شاوخوا درېیو مياشتو راهيسې په دوامداره توګه په يادو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اندړو ولسوالۍ د جمال خېلو سيمې اوسېدونکي عبداللطيف د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ له ميري، چهاردېوال، سردار کلا، صاحب خان کلا، چنار، عبدالله ګل، عبدالرحيم خېلو او جمال خېلو سيمو څخه سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې دي.
نوموړی وايي: ((موږ هم دلته د غزني ښار ته خپلوانو کره راغلي يو، هر څه رانه په کلي کې پاتې دي، اوس مرستو ته سخت ضرورت لرو.))
دغه راز د اندړو د ميري سيمې اوسېدونکي محمد سالم پژواک ته وويل چې له تېرې روژې مياشتې مخکې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې او تر اوسه ادامه لري.
ده وويل چې د همدې جګړو له امله د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((طالبان ولسوالۍ ته نږدې پراته دي، په هفته کې څلور پنځه شپې حتمن جنګ کېږي.))
همدارنګه د قره باغ اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
ده وويل: ((هره شپه جنګ وي، تېره اوونۍ د شېرمحمد په کور د هاوان مرمۍ ولګېده، خپله په کې مړ شو، د کور ١١ نفره يې زخميان شول.))
د هغه په وينا، د همدې جګړو له امله د قره باغ اوسېدونکي نورو سيمو ته کډه شوي دي.
د قره باغ بل اوسېدونکي نعيم الله وويل چې د همدې جګړو له امله له تېرو څو ورځو راهيسې د ولسوالۍ بازار هم تړل شوى دى.
ده د قره باغ ولسوالۍ د امنيت پر ټينګښت ټينګار وکړ او ويې ويل: ((که د دې ولسوالۍ له بېځايه شوو کورنيو سره کومک ونه شي، خپل ماشومان به له لاسه ورکړي.))
د قره باغ او اندړو يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د جګړو له امله له قره باغ او اندړو ولسواليو څخه شاوخوا زر کورنۍ بې ځايه شوې دي.
ده وويل چې له يو شمېر بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوې، له نورو سره به هم مرستې ترسره شي.
نوري زياتوي: ((د ولايت مقام تر خپلې وسې مرستې کوي، موږ له مرکز نه هم د مرستو غوښتنه کړې ده.))
د هغی په وينا، د يادو ولسواليو د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې روانې دي چې ډېر ژر به دغه خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په غزني هم جګړو زور اخيستی چې له امله یې هره ورځ ښکېلو خواوو ته مرګ ژوبله اوړي.

شریک یي کړئ!