برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبان: پاکستان د تورخم د لارې د تړلو مسوول دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تورخم دروازې د تړلو په اړه اعلامیه خپره کړه.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډله د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل ګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د تورخم دروازه وروسته له هغه وتړله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې وکړې چې دوی د یوې امنیتي پوستې په ترمیمولو بوخت وو چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د تورخم لارې بندېدل به د دواړو هېوادونو او سيمې پر سوداګرۍ ناوړه اغېز وکړي او د دواړو غاړو ګډو سوداګرو ته به مالي او ځاني زيانونه واړوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي