برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شمال کې به د ټولو ولایتونو دروازې قلف کړو

آریانانیوز: د جنبش ګوند وايي که يې غوښتنې ونه منل شي، نو د اعتراضونو په لړ کې به د شمالي ولایتونو دروازې قلف کړي.



نن چې له څو نورو ولایتونو وروسته د دوستم د پلویانو له لوري د سمنګان ولایت هم وتړل شو، د جنبش ګوند ویاند يې پخلی وکړ او د نورو ولایتونو د تړلو ګواښ يې هم وکړ.
د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وویل، د دوی خواخوږو د دوستم د ژر راتګ او نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړي، چې حکومت يې په دوو اونیو کې هم غږ وانه ورید، ځکه خو يې دا ځل د سمنګان ولایت دفتر هم وتاړه.
هغه وړاندې تر دې رسنیو ته ویلي و، چې د فاریاب، تخار، سرپل او جوزجان په ګډون به په ګڼو ولایتونو کې ټولو دولتي ادارو ته قلفونه ور واچوي.
تازه يې ویلي: «د خدای په مرسته به په څو ورځو کې ټول دولتي دفترونه وتړو.»
د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند حکومت پر دې ملامتوي چې بحران شوی مدیریت پر مخ وړي او ټاکنې یوازې د خلکو د غولولو او واک غځولو دسیسه ده.
هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «په دې ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلې دي، ټاکنې دسیسه ده چې ګڼ چورواکي یې د ولس د بوخت ساتلو، خپل واک غځولو، د بدې حکومتولۍ د چور تالان پټولو او نړیوالو غولولو د پاره ښکته، پورته کوي. د اقینې د بندر له تړلو په سلګونه میلیونه ډالر تاوان ګران وطن ته رسیږي، اقتصاد پوه سر پرې ګرولی؟ دلته مدیریت شوې بحران( Managed Crisis) ته کار روان دی.»
جنبش چې له ځان سره د عطامحمد نور پلویان هم لري، له نږدې دوو اونیو راهیسې د نظام الدین قیصاري د خلاصون او جنرال دوستم د بېرته راتګ لپاره لاریونونه پیل کړي چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د ډاکټر غني ګڼ تصویرونه يې سوځولي دي.
دې لاریونوالو په شمالي ولایتونو کې ګڼ دولتي دفترونه، لویې لارې، د اقینې، شیرخان او حیرتان بندرونه هم تړلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي