برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۹ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

سېلابونو ۱۳۴ کسان ووژل

آریانانیوز: په افغانستان کې د روان کال د حمل میاشتې له اتمې نېټې راهیسې په سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۴ تنو ته رسیدلی دی.


دا خبره نن طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت د وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري رسنیو ته وکړه.
په‌دغو سیلابونو کې په ۱۳۴ وژل شویو سربېره، ۶۱ کسان ټپيان او ۳۸ نور لادرکه دي.
د پلازمینې کابل په شمول په ۲۰ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي چې په وروستیو درېیو ورځو کې یې زور اخیستی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مرستیال وزیر قاسم حیدري وايي چې په مرګ‌ژوبلو سربېره څه باندې باندې ۹ زره کورونه نیمه یا پوره وران شوي.
ولسمشر اشرف غني بیګاه په ارګ کې د اړوندو ادارو مسؤلینو ته امر کړی چې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي