برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سیلابونو او وچکالۍ، زرګونه کورنۍ کړولي دي

د هیواد په مختلفو برخو کې د اوږدې مودې وچکالۍ او بې وخته سیلابونو د زرګونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او له خپلو سیمو یې تیښتي ته اړ کړي دي.


له یو شمېر شمالي ولایتونو، لکه بادغیس، فاریاب او غور څخه په زرګونو کورنۍ د وچکالۍ له لاسه لویدیځ ولایت هرات ته کډه شوي دي.
د هرات ځايي چارواکي وايي، نږدې پنځه زره کورنۍ دغه ولایت ته ورغلې او ښايي دغه شمېر زرګونه کورنۍ نوره هم لوړه شي.
بې ځایه شوي خلک وايي چې په خپلو ولایتونو کې یې ځمکې شاړې شوې، وچکالۍ ځپلې، ژوي یې له خطر سره مخ شول، نو ځکه اړ شول چې هرات ولایت ته مخه کړي.
دوی له دولت او مرستندویه ادارو څخه ګیله لري چې تر دې دمه یې هېڅ ډول مرسته نه ورسره کړې او نه یې د حال احوال پوښتنه کړي.
د هرات سیمه ایزه اداره مني چې دا خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او عاجلي مرستي ته اړتیا لري خو ټینګار کوي چې دوی له زرګونه کسانو سره د مرستې وړتیا نه لري، په خبره یې، نړیوال مرستندویه سازمانانونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
اخوا د هیواد په یوشمېر نورو سیمو لکه بلخ او شبرغان کې بیا د نژدې لسو ورځو په جریان کې سختو سیلابونو زرګونه کسان له ناورین سره مخ کړي، تېره اونۍ د شبرغان ښار په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۰۰ ښاریان د سخت سیلاب له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ وو چې په ژغورنه کې یې ځایي خلکو او د شاهین 209 قول اردو پوځي چارواکو مرسته وکړه.
د مالوماتو له مخې په تېرو څو ورځو کې د شمال په یو شمېر ولایتونو کې د سیلابونو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوي. په سلګونو څاروي یې تلف شوي، له ښه مرغه چې د ځاني تلفاتو په اړه یې راپورونه نه دي ترلاسه شوي.
بلخوا د ګډ حکومت مشر اشرف غني چې پرون یې بلخ ته د یو سب سټیشن د پرانیستي لپاره سفر کړی و؛ د ارګ د خبرپاڼې له مخي، نوموړي د سیلاب او وچکالۍ ځپلو په اړه وویل : دا مهال د وچکالۍ موضوع د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې قرار لري. په وینا یې په دې برخه کې به د نړیوالو مرستندویانو په همکارۍ ټولو زیانمو شویو سیمو ته اړیني مرستې واستولي شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي