برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سږ کال د شاوخوا 5میلیارده افغانیو له ضایع کېدو څخه مخنیوی

آریانانیوز: د څېړنې ادارې د تفتیش په پایله کې څه باندې ۴،۸ میلیارده افغانۍ تثبیت او د دولت په خزانه کې شاملې شوې دي، په ۱۷ دوسیو کې دولت ته څه باندې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ زیان تثبیت شوی دی.


د څېړنې عالي اداره د بودجوي، مرکزي، محلي، ښاروالیو، تصدي ګانو، دولتي شرکتونو او له هېواده بهر د افغانستان د سیاسي استازولیو مالي او حسابي چارې څېړې.
د یادې ادارې وياند محمد اصف احمدزوی چې نن يې په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبرې کولې، وویل چې څه باندې ۴،۸ میلیارډه افغانۍ او نږدې ۷۲ زره امریکايي ډالرچې د دې ادارې د قواعدو او مقرراتو له مخې د څېړنو په پایله کې تثبیت او د دولت د حق ترلاسه کولو لپاره اړوندو ادارو ته ابلاغ شوې وې، د دولت خزانه کې شاملې شوې دي.
نوموړي دې پيسو ته په اشارې وویل: ((د مرکزي او محلي بودجوي اداراتو، تصدۍ ګانو، ښاروالیو او عوایدو د څېړنې په پایله کې د روان کال په اوږدو کې د نږدې ۵ ملیارده افغانیو له حیف او میل کېدو مخنیوی شوی دی.))
همداراز نوموړي زیاته کړه چې په ۱۳۹۷ کال کې له عامه شتمنیو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو ۱۷ دوسیې ترتیب شوي چې له مخې یې ۵۵۲ میلیونه افغانۍ او دوه میلیونه ډالره دولت ته اوښتی زیان تثبیت شوی دی.
هغه وویل چې د ۱۷ دوسیو په شکمنو کې د وزیرانو، مرستیالانو او والیانو په ګډون یو شمېر دولتي چارواکي شامل دي.
نوموړي په ټوله کې، د نږدې ۵۰۰ ادارو، د ۱۳۹۶ کال قطعیې حساب، د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستندویه صندوق په ګډون د نړیوال بانک د څلوېښت پروژو او داسې نورو برخو په تړاو څېړنه د دې ادارې د ۱۳۹۷ کال له کړنو څخه وبللې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي