برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

رګ باید د کندوز پرپیښه بښنه غوښتې وای

له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه ویسا، د کندوز د وروستۍ بمبارۍ په اړه لیکنه کړې او پر ارګ يې غږ کړی چې له امله يې باید بښنه غوښتې وای.



د سرچينې په قول دا ډول بریدونه هیڅ توجیه کېدلی نه شي او نه يې باید د توجیه کولو هڅه وشي.
وړمه ورځ د کندوز په دشت ارچي کې د دستاربندۍ پر مراسمو بمبارۍ کې ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
ویسا د حکومت له لوري دا ډول برید د حکومت د ګوښه توب او د ولس له لوري رټل کېدو او شړل کېدو له امله بولي.
«حكومت چې د هېواد په شمال كې په يوه كلي كې جومات بمباردوي، دا يې د دې ثبوت دى چې په دې كلي او ولس كې دوى ځاى نه لري، حاكميت نه لري. دغسې له ولسه رټل شوي چارواكي او حكومت به يوازې د پرديو تر سيوري لاندې د ټوپك په زور پر ولس څومره خپل زور وچلوي؟»
ورځپاڼه د حکومت له لوري دا دعوه چې ګواکې په جلسه کې د وسله والو طالبانو غړي یا مشران موجود و، کمزورې پلمه بولي او په وینا يې «د بمبارۍ معنا دا ده چې بريدګرو ته ټول عام ولس او طالبان هدف دي.»
ویسا لیکي حکومت دا جرئت ونه کړ چې د پېښې بښنه وغواړي، بلکې برعکس يې د توجیه کولو هڅه وکړه، چې د مقالې د لیکوال په وینا دا ثابتوي چې حکومت له خپل ولس سره په جګړه بوخت دی.
«دفاع وزارت او ارګ بايد په داسې پېښو له ولس نه بښنه غوښتې واى، بايد د جنايت لاملين يې په سزا رسولي واى چې د ټپي او په ماتم كې ډوب ولس يو څه تسليت شوى واى، برعكس دوى دغه بريد توجيه كوي. دغه توجيه د عيني واقعيتونو په رڼا كې په دې معنا ده چې حكومت له خپل ولس سره په جګړه كې دى.»
دې برید د هېواد په ګوټ ګوټ کې توند غبرګونونه را وپارول چې پر کندوز سربېره په پکتیا کې هم خلک د حکومت پر ضد لاریون ته راووتل.

شریک یي کړئ!