برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راشد خان په یوازې ځان لوبډله تر پایلوبې ورسوله

آریانانیوز: د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو دویمه نیمه پایلوبه کې د محمد شهزار او راشد خان لوبډلې مخامخ شوې وې چې د راشد خان لوبډلې د شهزاد لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او له سیالیو یې بهر کړه.


د پکتیا پینترز او کابل ځوانانو ترمنځ په دغه سیالۍ کې راشد خان په یوازې ځان، لومړی په توپوهنه، بیا ډګر ساتنه او بیا په توپ اچونه کې وځلېد او خپله لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله.
په دغه لوبه کې لومړی کابل ځوانانو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۲ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا کولن انګرام ۴۴ او راشد خان د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته په ۱۹ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې، شاهد افریدي د ۲۵ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي وسوځول.
د ټاکلي هدف په پوره کولو کې د پکتیا لوبډلې مشر محمد شهزاد خپله ویکټه ژر له لاسه ورکړه، چې ورپسې پرته له شاهد افریدي هیڅ کوم لوبغاړی په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېد او په همدې ډول یې ټوله لوبډله په ۱۴.۲ اورونو کې ۱۰۲ منډې جوړې کړې، افریدي د ۲ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۲۷ منډې جوړې کړې.
په افغانستان غوره لیګ کې د پکتیا پینترز او کابل ځوانانو لوبډلې همیشه په جدول کې سیال پاتې شوې، کله به پکتیا خو کله به کابل په دویم نمبر شول چې په پای کې کابل لوبډله وتوانېده پکتیا لوبډله له سیالیو بهر او خپله پایلوبې ته لار ومومي، راشد خان د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
نن د اکتوبر ۲۱مه د یکشنبې په ورځ د شپې په ۸:۳۰ بجې به د افغانستان پریمیئر لیګ په پایلوبه کې د بلخ لیجنډز او کابل ځوانانو لوبډلې مخامخ کیږي، چې د یوې په زړه پورې سیالۍ تمه کیږي، په دغه سیالۍ کې که یوې خوا راشد خان دی خو بلې خوا کریس ګېل ولاړ دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array