برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۹ پروژو تړونونه

آریانانیوز: د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د ولایتونو پراختیايي شوراګانو او یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د څه باندې ۳۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۲۹ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.


دغه پروژې به کونړ، هلمند، ننګرهار، پکتیا، پنجشېر، لغمان، سرپل، پروان، کندوز او غور ولایتونو کې پلې شي.
د ښاغلي کریمي په وینا، ټاکل شوې دغه پروژې له ۶ تر ۱۸ میاشتو پورې موده کې ګټې اخېستلو ته وسپارل شي او ترڅنګ به یې ۸۶ زرې کاري ورځې رامنځته شي.
دغو پروژو کې د کانالونه، د اوبو رسولو سربندونه، سړکونه، استنادي او محافظتي دېوالونو او ننګرهار کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ودانۍ بیارغول شاملېږي.
د دغو پروژو د بودیجې لویه برخه د ماليې وزارت او ۶.۲ میلیونه افغانۍ یې د هندوستان له لوري ورکول کېږي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي وايي، د ۲۹ پروژو له ډلې ۲۵ یې داسې طرحه شوې‌دي چې ۱۰۰ سلنه بودیجه یې د سیمې خلکو له لوري ورکول کېږي.
د ښاغلي کریمي په وینا، د دې وزارت د ساحوي انسجام پروګرامونو دفتر، تېرو دوو کلونو کې د ۵ میلیاردو او ۷۳۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۰۹۶ پروژو قراردادونه لاسلیک کړي‌دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي