برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګډو ځواکونو په چاپه کې د ولسي جرګې کاندید وژل شوی

آریانانیوز: ولسي جرګې ته خپلواک کاندید حاجي جلال الدین صالحي پرون د (۳ وږی) غرمه مهال په خپل کور کې د ګډو ځواکونو په چاپه کې ووژل شو.



د نوموړي کور د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د کاریزیک په سیمه کې تر چاپې لاندي راغلی چې له امله یې نوموړی ووژل شو او د کورنۍ یو شمیر غړي يې ژوندي ونیول شول او نا معلومي لورې ته بوتلل شول.
د نوموړي د کورنۍ یوه غړي محمد حفیظ پژواک خبري اژانس ته ویلي چې غرمه مهال امنیتي ځواکونو چې بهرنیان هم ورسره وه، د حاجي جلال پر کور چاپه ووهله، او نوموړی یې په مخامخ ډزو وواژه. او د کورنۍ څو تنه غړي يې له ځانه سره نامعلوم لوري ته بوتلل.
حاجي جلال صالحي د کابل ولایت د پخواني والي ملا تاج محمد مجاهد وراره او زوم وو، او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره خپلواک کاندید وو.
د نوموړي خوسر ملا تاج محمد مجاهد هم ولسي جرګې ته کاندید دی.
تر اوسه حکومت او نه هم بهرنیانو ویلي چې د نوموړي پر کور یې په څه وجه چاپه اچولې او ولي يې هغه وژلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي