برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګردیز په یوه مسجد کې چاودنه پر مونږ اړه نه لري

آریانانیوز: طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي یوه پيغام کې ویلي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د خواجه حسن مسجد چاودنه پر دوی پوري اړه نه لري.


د جمعې په ورځ په ګردیز ښار کې د اهل تشیع پر یوه مسجد باندي برید وشو چې له امله یې تر اوسه د ۱۹ کسانو د وژل کېدو او ۵۰ نورو د ټپی کېدو خبر ورکول شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي چې په مسجد کې لومړی چاودنه وشوه، بیا ډزي وشوې او وروسته بله چاودنه هم وشوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.
د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزي ویلي چې په پيښه کې تر اوسه ۱۹ کسان وژل شوي دي.
ځینو ازادو سرچینو ویلي چې د مړو شمیر کیدای شي تر ۳۰ هم زیات وي، په ځانګړي ډول د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
باید وویل شي چې په جوزجان ولایت کې د طالبانو له لوري داعش ته د سختې ماتې ورکولو وروسته دا لومړی لوی برید دی چې اهل تشیع په خپلې عبادتګاه کې دننه په نښه کیږي او درنه مرګ ژوبله را منځته کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي