برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کندهار د ۲۰۵ قول اردو نوی قومندان

آریانانیوز: د پنجشنبې په ورځ د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو لپاره نوی ټاکل سوی قومندان ارکان حرب برید جنرال بیګ مراد وفایی د یوې غونډی په ترڅ کی خپله دنده رسماً پیل کړه.



غونډه، چی په ۲۰۵ اتل قل اردو کی جوړه سوې وه پرمهال یې د کندهار والی حیات الله حیات ترڅنګ د ملی دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال ډګر جنرال اقبال علی، لوړ پوړو نظامی منسوبینو، په زیات شمېر سربازانو، او د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال براون ګډون کړی وو.
غونډی ته د پیل په وینا کی د ملی دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال نوی ټاکل سوی قومندان ته د نوی دندی مبارکی وویل او زیاته یې کړه، چی نوموړی تر دې وړاندی په پکتیا ولایت کی د ۲۰۳ تندر قول اردو د مرستیال په توګه دنده مخته وړل، چی په یاده برخه کی د پوره تجربې خاوند دی او په پوره مېړانه به د خپلو خلګو او خاوری څخه ساتنه کوی.
هغه د ټول ملی امنیتی ارګانونو ستاینه وکړه، چی شپه او ورځ یې پر ځان یوه کړې ده او دخاوری، او هیواد په ساتنه کی د خپل سر څخه تیر دی او دوښمن ته یې غاښ ماتونکی جواب ورکړی دی.
دغه راز کندهار والی حیات الله حیات هم د خپلو خبرو پرمهال ټاکل سوی قومندان ته د نوی دندی د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغه ته په چارو کی د بریالیتوب هیله وښوده او د ولایتی ادارې په استازیتوب یې ورته د بشپړی همکارۍ ډاډ ورکړ.
په وار سره د ۲۰۵ اتل قل اردو لپاره نوی ټاکل سوی قومندان ارکان حرب برید جنرال بیګ مراد وفایی هم د خپلو خبرو پرمهال د مرکزی ادارې څخه مننه وکړه، چی پر ده یې باور کړی او دغه دروند مسؤلیت یې ورله غاړی کړی دی.
نوموړی له خپله اړخه ډاډ وښود، چی په ورسپارل سوې دنده کی به د سر په بیه د خپلی خاوری او خلګو ساتنه کوی او هیچاته به اجازه ور نه کړی، چی د ولسونو په منځ کی وحشت خپور کړی، چی د خپلو چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې د ولایتی ادارې پر لا همږغۍ ټینګار هم وکړ.
د یادونی وړده، چی نوی ټاکل سوی قومندان ارکان حرب برید جنرال بیګ مراد وفایی تردې وړاندی په پکتیا ولایت کی د ۲۰۳ تندر قول اردو دمرستیال په توګه دنده تر سره کړې ده.

شریک یي کړئ!